![]() |
bakt zada danish |
لائق دَ دې کرسۍ جانانه نۀ ؤ تا وېل دے
دا کس دَ مشر ۍ جانانه نۀ ؤ تا وېل دے
تۀ ګوره ادم خان پرې هډو سترګې
پورته نۀ کړې
دَ غږ دَ دُورخانۍجانانه نۀ ؤ تا وېل
دے
جانانه تا پرې هسې ملا تړله راګزار شوې
دا اس دې دَ سيالۍ جانانه نۀ ؤ تا وېل دے
تۀ اورې باجوړ کښې شېر عالم کنحلے کيږي
تقصير دَ مېمونۍ جانانه نۀ ؤ تا وېل دے
بې وخته دې پيالۍ پۀ لاس کښې راکړه
رانه لاړې
دا وخت مې دَ پيالۍ جانانه نۀ ؤ تا وېل دے
دانشه !سمدستي ئې ديدنونه پۀ مونږ
بند کړه
دا ښکلے دَ خانۍ جانانه نۀ ؤ تا وېل دے
لائق دَ دې کرسۍ جانانه نۀ ؤ تا وېل دے
Reviewed by Wasimdarbar
on
March 01, 2019
Rating:

No comments: