About

Follow Me on Twitter

دَ ګُلو جنازې وې دَ ازغو پۀ اوږو بار وې

bakt zada danish

ډولۍ دَ ارمانونو دَ پردو پۀ اوږو بار وې

ويرېږم دَ هندوي سرۀ خالونه به پرې وران کړې
تېره تېره نېزې وي دَ سړو پۀ اوږو بار وې

ښائسته ښائسته باڼه دې پۀ چشمانو باندې بوج وو
خولې دې دَ واورينو اننګو پۀ اوږو بار وې

اے ښۀ شوه چې ټق وچاودې زړګيه چې دمه شوې
تر څو به دَ تاؤجنو سرو لمبو پۀ اوږو بار وې

دَ ډېرو کتابونو ترجمې مې لوستې نۀ وې
څۀ ډېرې ترجمې دَ ترجمو پۀ اوږو بار وې

اخر عمر دې ځانله پۀ يواځې ځائے کښې تېر کړو
بابا ښۀ شوه چې مړ شوې دَ بچو پۀ اوږو بار وې

دانشه چې دې ټول عمر پۀ دواړو اوږو ناست ؤ
تۀ ګوره نن هغو ته دَ هغو پۀ اوږو بار وې




دَ ګُلو جنازې وې دَ ازغو پۀ اوږو بار وې دَ ګُلو جنازې وې دَ ازغو پۀ اوږو بار وې Reviewed by Wasimdarbar on March 01, 2019 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.