About

Follow Me on Twitter

مړه خو وئې کړۀ ګزار دٖے نو يا دلته او يا هلته




Bakhtzada danish
bakht zada Danish
bakht zada danish poetry
bakhtzada danish new poetry
za ba na lewanai kegam ?
A love Pashto poem
about Pashto poetry
best Pashto poems
cute Pashto poems
best Pashto poetry
best sad Pashto shayary
great Pashto ghazal
give me a sad song
new Pashto pastry
latest Pashto poetry


مړه خو وئې کړۀ ګزار دٖے نو يا دلته او يا هلته

اوس چې امر دَ سرکار دٖے نو يا دلته او يا هلته


دا ځل مۀ ځه ښه ايسار شه دا ځل زړۀ زما ښۀ نۀ دے
زويه څۀ دي خو روزګار دٖے نو يا دلته او يا هلته



ښۀ جي څۀ وکړو؟ دا پرېږدو هلته بل پۀ انتظار دے
مړه څۀ دے خو جو يار دٖے نو يا دلته او يا هلته



ښۀ ځه ټيک شوه ځه صحيح شوه دا به نۀ څښو دا حرام دي
شېخه منمه خُمار دٖے نو يا دلته او يا هلته



دۀ ته دلته دار تيار کړئ ګنې هلته دار تيار دے
هر پُښتون اتل له دار دٖے نو يا دلته او يا هلته



دومره صبر خو به خُدايه نو بېخي له ما ونۀ شي
زۀ بيمار يم دا انار دٖے نو يا دلته او يا هلته



هم ئې دلته راله راکړه هم ئې هلته درنه غواړم
تۀ مالک ئې ستا اختيار دٖے نو يا دلته او يا هلته
مړه مونږ پۀ ژوند مئين يُو ،مونږ دې ټول عمر ژوندي يُو
مړه مونږ له ژوند پکار دٖے نو يا دلته او يا هلته



څۀ دې راکړه څۀ مې درکړه څۀ دې کيږي څۀ مې کيږي
هن! درواخله دغه شمار دٖے نو يا دلته او يا هلته


څه مو دلته درته وکړو څۀ به هلته درته وکړو

اے دانشه انتظار دٖے نو يا دلته او يا هلته





Bakhtzada danish
bakht zada Danish
bakht zada danish poetry
bakhtzada danish new poetry
za ba na lewanai kegam ?
A love Pashto poem
about Pashto poetry
best Pashto poems
cute Pashto poems
best Pashto poetry
best sad Pashto shayary
great Pashto ghazal
give me a sad song
new Pashto pastry
latest Pashto poetry






مړه خو وئې کړۀ ګزار دٖے نو يا دلته او يا هلته مړه خو وئې کړۀ ګزار دٖے نو يا دلته او يا هلته Reviewed by Wasimdarbar on March 20, 2019 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.