About

Follow Me on Twitter

دَ ولسونو نه ځان لرې ساتې





best pashto poetry
pashto poetry
bakhtzada danish 
amazing poetry
love poetry
hate poetry
pashto 
just poetry
pashto laung


دَ ولسونو نه ځان لرې ساتې

دَ ائينونو نه ځان لرې ساتې



شاعر به څنګ دَ ژوند تصوير جوړوي
چې له دَ دردونو نه ځان لرې ساتې



پۀ خېراتو کښې دې خېټه وکړه
دَ خېراتونو نه ځان لرې ساتې



اذان چې وائې نو غوږونه بند کړې
دَ اذانونو نه ځان لرې ساتې



دَ بارانونو دُعاګانې غواړې
دَ رحمتونو نه ځان لرې ساتې
دَ اياتونو ترجمې ته ناست ئې 
دَ اياتوتو نه ځان لرې ساتې



نۀ نو شاعره درد به څنګ تصوير کړې
چې دَ دردونو نه ځان لرې ساتې



پۀ تعويزونو دې روزګار روان دے
دَ تعويزونو نه ځان لرې ساتې



دَ قيامتونو نه دې ويره کېږي
دَ قيامتونو نه ځان لرې ساتې



شېخه! دا تۀ څۀ عجيبه سړے ئې
چې دَ سازونو نه ځان لرې ساتې



پۀ جنتونو پسې منډې وهې
دَ جنتونو نه ځان لرې ساتې



پۀ قاموسونو کښې معنې لټوې
دَ کتابونو نه ځان لرې ساتې


لامبو دې نۀ ده زدۀ هوښيار دانشه

دَ دريابونو نه ځان لرې ساتې











دَ ولسونو نه ځان لرې ساتې دَ ولسونو نه ځان لرې ساتې Reviewed by Wasimdarbar on March 20, 2019 Rating: 5

No comments:

Powered by Blogger.