دا چې خلق ورپسې دې کليوالهٔ
دا دَ دې دور فتنې دي کليواله
دا چې لارو کښې پرتې دي کليواله
دا يو لاس دے دَ بل پښې دي کليواله
مړه پوهه يم ياري راسره نۀ کړي
دا بانې خو دې بانې دي کليواله
خوښه ستا ده چې پۀ دې څښې که پۀ دې
څښې
دا پيالې دي دا کاڅې دي کليواله
دا پېنڅې دې دې دَ پړکو دَ پاسه ټيک دي
دا جامې خو دې اوږدې دي کليواله
ما خو وېل چې تۀ به کور ځانله ودان کړې
دا خو جوړې څۀ مورچې دي کليواله
حق حيران يمه پۀ غاړه دې ټوپک دے
او پۀ لاس کښې دې تسبې دي کليواله
هر يو کور پکښې دَ قبر په مثال دے
اوس خو کلي هديرې دي کليواله
خدائے خبر چې دا به څۀ رنګه سمېږي
دَ ژوند لارې مو کږې دي کليواله
څۀ خبرې چې کوومه نو ورېږم
پۀ اوږو مې فرېښتې دي کليواله
دَ بلها اولس خبرې راپۀ سر دي
ډېر ئې ستړے کړم درنې دي کليواله
مونږه ټول څيزونه خپلو کښې ويشلي
دا زما دي دا دَ دې دي کليواله
دا چې مونږ ئې پۀ کنډرو کښې اوسېږو
دغه پورې ئې بنګلې دي کليواله
پُښتانۀ به ټول رايو ځائے شي دانشه
زمونږ دغه اندازې دي کليواله
Pashto Poetry | Pashto Poetry Books | Download Pashto Mp3 || Mp3 urdu Songs || Urdu Mp3 Ghazals || Pashto Poets پښتو غزلې شاعري پښتو کتابونه daryaab.net/ Pashto Poetry || Afgan Poets || Malakand Poets || Khyber Poets || Khyber Phukhtunkhwa Poets || Abdur Rahman Baba || Khushal Khan Khattak || Abdul Hameed Baba || Ali Khan Baba || Ghani Khan Baba || Hamza Baba || Qalandar Baba || Amir Kror || Khattir Afridi || Pir Mohammad Karwan || Doctor Israr || Roghani Baba || Abasin yousafzai || Iqbal Shakir || Doctor Ali Khel Daryab || Sahir Afridi || Doctor Salma Shaheen || Fazal Andaleeb || Hayat Roghani || Shereenyar Yousafzai || Malang Jan || Kazim Khan Shaida || Khayaam Yousafzai || Fazal Subhan Abid || Rahmath Shah Sail || Samandar Yousafzai || Naveed Jamal || Neelam Arzu Pashto Music Mp3 Section. Download Pashto Songs / Pashto Mp3 Albums. TAGS : Download Haroon Bacha Songs || Sardar Ali Takkar || Fayaz Khan Khesgi || Karan Khan Songs || Nazia Iqbal Songs || Shahid Malang || Khiyal Mohammad
دا چې خلق ورپسې دې کليوالهٔ
Reviewed by Wasimdarbar
on
March 21, 2019
Rating:

No comments: