Poetry Of Bakht Zada danish
Bakhtzada danish Best Ghazal
Bakht zada dainsh Poertry
Sad Pashto Poetry
Poem Of Pashto
pashto poems
pashto sad poetry
sad poetry
world Best poetry
nice ghazal
nice poems
pashto shayry
اے ټول خلق راټول شو يو سړے لېونۍ کئ
دا خلق ورته ټول څۀ لېونے لېونے کئ
تۀ ټول عمر دَ وخت پۀ لېونو پورې خندېږې
باداره تۀ ئې ګوره تا به خُدائے لېونے کئ
دا خلق دَ ژوندو نه زيات پۀ مړو خفه کيږي
دا خلق مړي ونازئ ژوندے لېونے کئ
ښائست دَ اننګو دې پسرلي له ماتې ورکړه
ښائست دَ اننګو دې پسرلے لېونے کئ
دانشه هغه پورې چم ته نوے مُلا راغے
دانشه دغه پاتې چم به دے لېونے کئ
اے ټول خلق راټول شو يو سړے لېونۍ کئ
Reviewed by Wasimdarbar
on
March 18, 2019
Rating:

No comments: