About

Follow Me on Twitter

تشدد


Bakht zada danish Poetry Tashadud

دا چې سرۀ وينه بهيږي 
او توده وينه بهيږي
لر او بر مې پۀ وطن کښې
پُښتنه وينه بهيږي
پېښور پۀ وينو سور دے
او تازه وينه بهيږي
ګرانه اوس کابل ته مۀ ځه
بس راځه وينه بهيږي
يو پُښتون وزيرستان کښې
بل پُښتون بلوچستان کښې
دواړه مړۀ شول پۀ ارمان کښې
دَ وختونو پۀ زندان کښې
پۀ دې ګرانه پُښتونخوا کښې
پۀ کابل او پۀ پکتيا کښې
اے دَ ورځې پۀ رڼا کښې
ښۀ ښکاره وينه بهيږي
او توده وينه بهيږي
لر او بر مې پۀ وطن کښې
پُښتنه وينه بهيږي

پۀ ګُناه مو خبر نۀ يُو
چې پۀ څۀ باندې مو وژنې
چې پۀ بدو کښې ئې مړۀ کړو
که پۀ ښۀ باندې مو وژنې
پۀ جرګو کښې مو راټول کړي
پۀ جرګو باندې مو وژني
څۀ نه څۀ به راله ګوري
څۀ نه څۀ باندې مو وژني
پۀ اسلام باندې مئين يُو
لۀ هندو نه ئې جُدا کړو
نظريه باندې مو وژني
خپل برجونه ئې ګُزار کړل
بهانه باندې مو وژني
يو مېلمۀ کالۀ ته راغے
پۀ مېلمۀ باندې مو وژني
پۀ چا ګَرمه وينه ډنډ شوه
پۀ چا مړۀ وينه بهيږي
او توده وينه بهيږي

دا چې سرۀ وينه بهيږي
او توده وينه بهيږي
لر او بر مې پۀ وطن کښې
پُښتنه وينه بهيږي
دغه وينه به ودريږي
دغه وينه به وچيږي
دغه وينه به جوشيږي
دغه وينه به خُوټکيږي
دغه وينه به لنګيږي
اے دَ سائنس اُصول پرېږده
دَ پُښتو خبرې واؤره
دَ جذبو خبرې واؤره
دغه وينه به ودريږي
بيا به بل خوشحال پېدا شي
بيا به بل مغل پۀ دار شي
بيا به بل شېر شاه پېدا شي
دا به خپل دُښمن پۀ دار کړي
بيا به بل نجيب پېدا شي
دا به څنګه څوک سنګسار کړي
بيا به بل امان پېدا شي
وخت به بل غازي تيار کړي
دغه وينه دې بهيږي
دغه وينه دې بهيږي

پُښتنو عبث به نۀ ځي
لېونو عبث به نۀ ځي
دَ دې ويني دَ شوخۍ نه
دَ دې ويني دَ سُرخۍ نه
بل کاروان به پېدا کيږي
بل حېران به پېدا کيږي
دَ کوکنار ماتم به نۀ کئ
دَ چينار ماتم به نۀ کئ
دَ دې اوښکو اوښکو سترګو
دَ خُمار ماتم به بۀ کئ
دَ کوکنار بدل به اخلي
دَ چينار بدل به اخلي
دَ دې اوښکو اوښکو سترګو
دَ خُمار بدل به اخلي
دَ دې سرې ويني له جوشه
دَ تودې ويني له جوشه

دا زما دَ علم تنده
دَ اظهار دَ پوهي پنګه
راشه ټول پُښتانۀ رنګ کړه
دَ شاکر دَ مينې رنګه
بېرته راشه اتل جانه
هېڅ دې جوړ نۀ کړه له جنګه
وه زياره درنه ځار شم
ولې پرېوتې له شرنګه
دَ صادق روښانه فکره
دَ ايلم دَ غر نه دنګه
وه شاهکاره درنه ځار شم
اے دَ ګران دَ در ملنګه
يه ممتازه ځار له بنګه
اے دَ خپله ځانه تنګه
اے دَ سوات منصور ملنګه
روغاينه غنم رنګه
وه تُرابه، وه ګُل رنګه
تا ته وېم غني غورځنګه

دا زما نعرې تۀ اورې
دا زما نغمې تۀ اورې
دا زما دَ مينې غږ دے
دا دَ هاغه وينې غږ دے
دا پۀ لارو کښې توئې شوه
پۀ مُردارو کښې چې توئې شوه
دَ دې وينو دَ سېلاب نه
انقلاب ته لار جوړيږي
دَ دې دومره لوئے عذاب نه
انقلاب ته لار جوړيږي
دَ الله دَ لوئے کتاب نه
انقلاب ته لار جوړيږي
دَ وختونو احتساب له
دَ ظلمونو دې حساب له
دَ پُښتون بچې نصاب له
دې قانون او دې کتاب له
اے دا وخت به بېرته لنګ شي
بل انسان به ترې پېدا شي
قهرمان به ترې پېدا شي
پهلوان به ترې پېدا شي
بل افغان به ترې پېدا شي
باچا خان به ترې پېدا شي

خو پۀ لاس به ئې نېزه وي
تشدد به ئې فلسفه وي
دا سړے به ډېر بدل وي
دا سړے به عجيبه وي
پُښتنو بدل به اخلي
دَ پُښتو بدل به اخلي
اے دَ سوات خوئېدنو مئېندو
دَ سلګو بدل به اخلي
باجوړ کښې شهېدان شول
دَ سړو بدل به اخلي
دَ کمڅو تپوس به کيږي
دَ کمڅو بدل به اخلي
دَ حفصه جماعت دَ پېغلو
جينکو بدل به اخلي
دَ جُماعت تپوس به کيږي
دَ هجرو بدل به اخلي
پۀ کابل باندې چې وشوې
دَ حملو بدل به اخلي
دَ وزيرو دَ مسېدو
دَ شملو بدل به اخلي
فکر مۀ کوئ يارانو
ديروجو بدل به اخلي
دَ وطن دَ ټولو خپلو
پُښتنو بدل به اخلي
دَ قانون ګرېوان به نيسي
دَ قارون ګرېوان به نيسي
که پُښتون داسې يو نۀ شو
دَ پُښتون ګرېوان به نيسي
بس يو څو ورځې دانشه
انتظار دے دا به وکړو



تشدد تشدد Reviewed by Wasimdarbar on March 12, 2019 Rating: 5

1 comment:

Powered by Blogger.